د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د کابل او اسلاماباد ترمنځ د تاوتریخوالي د حل لپاره د مرستې وړاندیز کړی دی. پزشکيان پرون د اقتصادي همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سره کتلي او د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ترینګلتیاوو له هواري یې یې مرستې ته چمتووالی څرګند کړی دی. پزشکيان ویلي، چې اسلامي هېوادونه باید د شخړو د کمولو لپاره یو موټی کار وکړي او د ګډو ګواښونو پر وړاندې “یووالی وساتي”، نوموړي ټینګار کړی، چې باید په سیمه کې د کړکېچونو د مخنیوي لپاره هڅې وشي. پزشکیان دا وړاندیز په داسي حال کې کوي، چې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو خبرې پرون په درېیمه ورځ له ځنډ سره مخامخ شوې. بلخوا بیا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ایران له ولسمشر سره په خبرو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په استانبول کې وروستۍ خبرې “رغنده” بللې، خو ټینګار یې کړی، چې اختلافات باید د سوله ییزو خبرو له لارې حل شي.



































