د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ګیرو او واغظ ولسوالیو کې د شاوخوا لس میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو دوه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د ریاست رییس مولوي محمدقاسم امیني وایي، چې دا پروژې د یونیسف په مالي ملاتړ جوړې شوې او ۳۵۰ کورنیو ته یې د پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابره کړې ده. د یادو شبکو له لارې به د دواړو ولسوالیو اوسېدونکي د څښاک له پاکو اوبو برخمن شي او د اوبو د کمښت ستونزه به یې هواره شي.



































