د زندانونو چارو د سمون ادارې خبر ورکړی، چې عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري په استانبول کې د زندانونو د تربیت او اصلاح نړیوال کنفرانس په څنډه کې د ترکیې د زندانونو ادارې له عمومي رییس یاووز ییلدریم سره کتلي دي. د زندانونو چارو د سمون ادارې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو په ترکیه کې د افغان زندانیانو، افغانستان ته د دوی د لېږد او نورو اړونده مسایلو په اړه خبرې کړې دي. په ورته وخت کې د ترکیې د زندانونو ادارې عمومي رییس له ښاغلي مستري او د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې غړي سره په اړوندو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.



































