د لغمان ولایت د ټرافیکو مدیر حبیب الله مبارز خبر ورکړی، چې بېګاه شپه د لغمان اړوند «سرخکانو چوک» ته نږدې د درېیو موټرو د ټکر له کبله د یوې مېرمنې په ګډون ۳ کسه مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي. نوموړي ویلي، چې ټپیان د ننګرهار سیمهییز روغتون ته لېږدول شوي؛ خو د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.



































