د ملي پراختیا شرکت مسوولینو خبر ورکړی، چې د قوش تېپې ستر او ملي کانال له چارو څخه د لیدنې او ارزونې په موخه، د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمد جان بلال او د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش د یو تخنيکي پلاوي په ملتيا، شمالي ولایتونو ته سفر کړی دی. عطاش د قوشتېپې ستر او ملي کانال د سربند، دویم فاز او نورو مهمو برخو څخه د لیدنې پر مهال روانې چارې له نږدې وڅارلې، د چارو له پرمختګ څخه یې خوښي څرګنده کړه او د چارو د لا غوره پلې کېدو په اړه یې مسوولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. هغه ټینګار وکړ، تر څو ټولې چارې د ورکړل شوي پلان مطابق، لوړ تخنیکي معیار په پام کې نیولو او په ټاکلي وخت پر مخ یووړل شي او د پروژې هر پړاو پخپل وخت بشپړ شي.



































