د مالیې وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د روان ۱۴۰۴ کال د تلې په میاشت کې د هېواد له بېلابېلو ګمرکونو څخه ۶۳ ټانکره بېکیفیته نفتي توکي بېرته ګرځول شوي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې په ګرځول شویو توکو کې ۳۷ ټانکره ډیزل او ۱۳ ټانکره پټرول له نیمروز، ۶ ټانکره له حیرتان، ۴ ټانکره له فراه او ۳ ټانکره له شېرخان بندر څخه ګرځول شوي دي. مالیې وزارت ټینګار کړی، چې د کیفیتي معیارونو له مخې به د ټیټ کیفیت نفتي توکو مخنیوی وکړي.



































