د نورستان د پوهنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د د ۴ ښوونځيو د ودانیو بیا رغولو چارې بشپړې شوې دي. د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي تاج محمد مطمین رسنیو ته ویلي، چې د یوې همکارې موسسې په مالي ملاتړ د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت په برګمټال ولسوالۍ کې د اوله ګل، نیک مک، بدنشا او پڅیګرام ښوونځيو ودانیو د بیا رغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.



































