د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اړيکو دفتر او د «ټي ایل او» مؤسسې په همکارۍ؛ نن په کابل کې افغانستان د (کاپ ۳۰) اقلیمي غونډې په مسیر کې) تر عنوان لاندې د چمتووالي تدابیري ناسته ترسره کړې ده. افغانستان د کاپ ۳۰ اقلیمي غونډې په مسير کې د دې ناستې د جوړولو موخه د افغانستان د اقليمي وضعيت ارزونه، د فرصتونو او ننګونو پېژندل، له اقليمي بدلونونو سره د مبارزې په لاره کې د چارو لا همغږۍ او له واحد پیغام سره په (کاپ ۳۰) نړيوال کنفرانس کې د افغان پلاوي د ګډون په اړه بحث او خبرې دي.



































