د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت په موخه یې نن د یاد هیواد مشهد او زاهدان ښارونو ته کاري ټیمونه استولي دي. یادې ادارې زیاته کړې، چې د هویت د تثبیت او د ارشیف تنظیم ریاست دا کاري ټیمونه به د ایران په یادو ښارونو کې د افغان کډوالو د هویت له تثبیت وروسته، هغوی ته د افغاني هویت ځانګړي درې کلن کارټونه ورکوي. دغه اداره وایي، چې د دې کارټ پر بنسټ به د کډوالو د پاسپورټ ترلاسه کولو، ښوونیزې او تحصیلي ستونزې حل شي او ایران به هم همدې اسنادو ته په کتو اقامتي اسناد صادروي.



































