د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني ویلي، چې نړۍواله ټولنه باید د افغانستان د وضعیت د ښهوالي لپاره د بندیزونو پر ځای د هڅونې او همکارۍ لاره خپله کړي. هغه دا څرګندونې د امریکا په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو د شورا له خوا د یوې ناستې پر مهال کړې، چې پکې د غزې جګړې د پای ته رسولو په اړه د قطر رول په اړه هم خبرې شوي دي. شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني ویلي، چې په افغانستان کې باید له اوسنیو واکمنانو سره په مثبت او هڅوونکي ډول تعامل وشي. د ده په وینا، قطر هم همدا تګلاره غوره کړې ده. هغه زیاته کړه، د افغانستان اوسني مشران هڅه کوي له خپلو ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې جوړې کړي، او دا هڅې یې د بریا مهم راز بللی دی.



































