په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکېب د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو د خراب وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. شکېب ویلي، له وروستیو پېښو او ناکراریو وروسته پاکستان له افغانستان سره خپلې ګډې لارې تړلې، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري، ټرانزیټ او د خلکو تګ راتګ په بشپړه توګه درېدلی دی. د دغه سفارت د شمېرو له مخې، تر اوسه نږدې لس زره افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لهخوا نیول شوي او د ساتنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي. زرګونه نورو هم، د نیول کېدو له وېرې خپل وسایل راټول کړي، خو د لارو د تړل کېدو له امله له پاکستانه نشي وتلی. سردار احمد شکیب د پاکستان له حکومته غوښتی چې د تورخم، چمن، سپین بولدک، انګور اډې او غلام خان په ګډون ټولې لارې ژر تر ژره بېرته پرانیزي.



































