د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د ناروې د کډوالو شورا په همکارۍ، په غزني کې ۳۰ ممیزخونې او ۲۰ سړېخونې د پیازو او کچالو د ساتنې لپاره جوړې شوې دي. دغه وزارت ویلي چې دا تاسیسات د لمر انرژۍ یا لمریزې برېښنا پرمټ جوړ شوي دي. دا پروژې د غزني ښار تر څنګ د دهیک، اندړ، ناوه او مالستان ولسوالیو کې عملي شوې دي. د غزني د کرنې ریاست مسوولین وايي، د دغو تاسیساتو جوړېدو موخه د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو کچه راټیټول، د تولیداتو کیفیت ساتل او د کروندګرو عاید زیاتول دي.




































