د هرات د صنایعو او کانونو خونې مسوولین وایي، د دې ولایت د شاوخوا ۱۰۰ صنعتي شرکتونو تولیدات د اروپا، امریکا او اسیا هېوادونو ته صادر شوي دي. د یادې خونې رییس عبدالناصر امین ویلي، د هرات اصلي صادراتي توکي نخي تار، المونیمي لوښي، بېلابېل مشروبات، خوراکي مواد او اچار دي. د هغه په وینا، په صنعتي ښارګوټي کې تولیدېدونکی نخي تار د نړۍوالو معیارونو سره سم دی او ترکیې او چین ته صادریږي. هغه ویلي، د کورنیو تولیداتو کیفیت او بستهبندي په وروستیو کلونو کې ښه شوې او دا مهال شاوخوا ۳۵۰ ډوله صادراتي توکي د هرات په فابریکو کې تولیدېږي.




































