د غزني امنیتي مسوولین وایي، چې په تېرو درېیو ورځو کې په دغه ولایت کې د ۸ ترافیکي پېښو له امله څلورو تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ نور ټپیان دي. د غزني امنیې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښې د غزني ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمې او مقر، قره باغ، اندړ او خواجه عمري ولسوالیو کې رامنځته شوې دي. د یادو پېښو لامل د موټرو چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.



































