د سرحدي پولیسو عمومي رییس حزبالله افغان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د سرحدي پولیسو د کمیساریو او امنیتي پوستو د څارنې لپاره تورخم ته سفر کړی دی. نوموړي د سفر پر مهال له مسوولینو سره د سرحدي وضعیت، امنیتي چارو او د کډوالو د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې کړې دي. هغه اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، څو د کډوالو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوی د اسانتیا لپاره لازم ګامونه پورته کړي.



































