د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، له نايبآباده تر سمنګان او له خُلم تر پلخمري پورې د ازبکستان وارداتي برېښنا مزي پرې شوي چې د پرچاوۍ لامل شوې. د دغو مزو د پرې کېدو له کبله کابل، بغلان، پروان، پنجشېر، کاپيسا، لوګر، پکتيا، غزني او ميدان وردک ولایتونه په بشپړ ډول د اوزبېکستان وارداتي برېښنا بې برخې شوي دي. دغه شرکت ويلي، د دوی ټیمونو لومړني تخنیکي اقدامات ترسره کړل، خو هڅې یې بې پایلې وې. د برېښنا شرکت ډاډ ورکړی چې ټيمونو ته یې دنده سپارل شوې څو د برېښنا مزي بېرته ونښلوي.



































