د کډوالو عالي کمیسیون مسوولینو خبر ورکړی، چې پاکستان تېره ورځ ۱۵ زره او ۲۳۴ افغان کډوال اېستلي دي. سرچینې ویلي، چې دغه افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له لارې هیواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو عالي کمیسیون ویلي، چې ۶ زره او ۴۹۴ کډوال د تورخم له لارې، ۶ زره او ۸۰۰ کډوال د سپین بولدک له لارې او لږ تر لږه یو زر او ۳۹۳ کډوال د بهرامچې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. سرچینې زیاته کړې، دغو راستنو شویو کسانو په ټولیزه توګه ۱۳ میلیونه ۴۴۸ زره افغانۍ مالي مرسته ترلاسه کړې ده. دغه راز له دې جملې څخه ۲ زره ۳۶۰ کسان کاپیسا، بغلان، کندز، تخار، بلخ، سرپل، سمنګان او میدان وردک ولایتونو ته لیږدول شوي دي.



































