د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د هیواد په شمال کې له زلزله ځپلو سره خواخوږي ښودلې ده. بېنټ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان په شمال کې د ویجاړونکې زلزلې له ځپل شویو کسانو سره د سملاسي بشري غبرګون او ملاتړ غوښتنه کړې ده. هغه ټينګار کړی چې له زلزله ځپلو سره دې بېړنۍ او بشردوستانه مرستې د بشري حقونو او جنسیتي مسایلو په پام کې نیولو سره وشي. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او ) ویلي چې له زلزلې وروسته د دغه بنسټ ژغورنډلې له بېړنیو او ژوند ژغورونکو تجهیزاتو سره د زلزلې سیمې ته رسېدلې دي.



































