د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې سږ کال په دې ولایت کې د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیات شوي دي. د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس فضل الله دیوبند وايي، چې سږ کال د دې ولایت د انګورو باغونو څخه ۱۷۰۷ میټریک ټنه انګور راټول شوي دي، چې تېر کال دا شمېره ۱۱۱۲ میټریک ټنه وه. دیوبند زیاته کړې، دا مهال په پنجشیر کې ۸۵ هکټاره ځمکه د انګورو باغونو ته ځانګړې شوې ده. د نوموړي په وینا، مناسب اقلیم، د آفتونو او ناروغیو کنټرول او د کرنې ریاست لهخوا د کیمیاوي سرو او درملو وېش، د سږني حاصلاتو د زیاتوالي عمده لاملونه دي.



































