د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر، د ترکمنستان ۲۰۲۵ نړۍوالې انرژۍ، ساختماني چارو، صنعت او کیمیاوي موادو پراختیا نندارتون او کنفرانس په څنډه کې؛ د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر آننهګلیدي سپاروف سره کتلي. په دې کتنه کې د انرژۍ سکټور پراختیايي پروژو، په ځانګړې توګه ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې په اړه خبرې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رییس او ورسره مل پلاوی دوه ورځې مخکې د ترکمنستان د انرژۍ، ودانیزو چارو، صنعت او کیمیاوي موادو ۲۰۲۵ (CIET) کنفرانس کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر کړی.



































