د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون وايي چې د دغه ولایت درې زره او ۹۴۱ قیراطه زمرد د یوې داوطلبۍ له لارې د ۶ میلیونه، ۲۵۸ زره او ۸۱۴ افغانیو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. د ولایتي مسوولینو په خبره واک ته د ا.ا له رسېدو سره د کانونو د استخراج او مدیریت په نتیجه کې د دغه ولایت ډېری خلکو، په ځانګړې توګه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.



































