د اقتصاد وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر قاري دین محمد حنیف په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره کتلي دي. په خبر پاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، پانګونې، د افغان کډوالو وضعیت او د بشري مرستو د دوام پر موضوعاتو خبرې کړې دي. د خبر پاڼې پر بنسټ بیکدلي ویلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي اړیکې په پراخېدو دي او ایرانی شرکتونه په انرژۍ، ترانسپورټ او سوداګرۍ کې د پانګونې لېوالتیا لري.



































