د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پروان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکین ویلي، چې یاده پېښه د سیاه ګرد ولسوالۍ په دهن زاب کلي کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې دوه تنه مړه شوي او یو بل ټپي دی. د نوموړي په وینا د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.



































