د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه نږدې پنځه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۹۱۳ کورنۍ چې ۴۹۹۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د کندهار سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي. دغهراز تېره ورځ ۹۳۳ راستنې شوې کورنۍ چې ۵۰۶۸ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۷۵۴ کورنیو سره مرسته شوې ده.



































