د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول تاوتریخوالی د ایران پر امنیت او وضعیت هم اغېز کولی شي، د ده په خبره ځکه ایران له دواړو هېوادونو سره ګډه پوله لري. نوموړي په یوه خبري غونډه کې زیاته کړه چې د افغانستان په اړه په څلورمه سیمهییزه ناسته کې به د دغه هېواد اړوند ټول مهم موضوعات وڅېړل شي. بقایي په یاده ناسته کې د اسلامي امارت د نه ګډون په اړه وویل، ایران دې پرېکړې ته درناوی لري، خو ټینګار یې وکړ چې د اسلامي امارت حضور کولی شي د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تفاهم پیاوړتیا او د ستونزو د حل په برخه کې ګټور تمام شي.



































