عامې روغتیا وزارت د نړۍوالو ادارو په ملاتړ د پولیو واکسین پنځم فرعي ملي کمپاین نن پیل کړ. د عامې روغتیا وزارت د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې د څلورو ورځو لپاره د هېواد په مرکزي، سوېل، ختیځ، لوېدیځ، سوېل ختیځ، شمال او د شمال ختیځې حوزې د ۱۶ ولایتونو په ۱۶۸ ولسوالیو کې پلی کېږي چې په بهیر کې به یې شاوخوا ۷.۲ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي. د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي، د دغه کمپاین د پیل په مناسبت ویلي چې دغه وزارت له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دی په افغانستان کې د پولیو ویروس مخنیوی وکړي.



































