د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه څه باندې ۵۵۰۰کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۰۱۴ کورنۍ چې څخه څه باندې ۵۵۸۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د کندهار سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.



































