د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول او وضعیت د ارزونې په موخه د کسبګرو او دوکاندارانو خونې له استازو سره د همغږۍ غونډه کړې ده. نوموړي ویلي، هېواد ته د لومړنیو توکو په ګډون د بېلابېلو موادو واردات روان دي او د کمښت ستونزه نشته. په غونډه کې پرېکړه شوې چې د لومړنیو توکو بیې به کنټرولېږي او له احتکار کوونکو سره به جدي چلند وشي. عزیزي د سوداګرۍ ستونزې لنډمهاله بللي دي. په دې ناسته کې کسبګرو هم بازارونو ته د توکو د دوامدار واردولو ډاډ ورکړی دی.



































