د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د کونړ له سینده د درونټې بند ته د اوبو د انتقال وړاندیز د تایید وړ وبلل شو. د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، د دې پروژې په عملي کېدو سره به د ننګرهار ولایت د ګڼو کرنیزو ځمکو د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي. همداراز په دې غونډه کې د بادغیس د حلقوي سړک د پنځمې برخې د پروژې په اړه بحث شوی او د هر اړخیزې ارزونې لپاره ځانګړې کمېټې ته دنده سپارل شوې ده.



































