د بلخ ولایت امنیتي مسوولینو ویلي، چې د مزارشریف ــ شبرغان پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي او یو بل ټپي دی. د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند حافظ محمد عیسی وثیق وايي، چې دغه پېښه د مزارشریف ــ شبرغان پر لویه لار د یو ټوډي او اکتروز موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.



































