د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، ویلي دي چې د اسلامي امارت مشر، شیخ هبتالله اخندزاده، په کندهار کې د ګڼو وزارتونو او ادارو د مسوولینو لپاره په درې ورځني اصلاحي سیمینار کې وینا کړې ده. د فطرت په وینا، شیخ هبتالله ټینګار کړی چې د اسلامي امارت قوانین د الله دین دی، نه د څو کسانو رایه. هغه د یتیمانو، کونډو، معلولینو، بې وزلو، کډوالو او بندیانو د حقونو، خدمت او زده کړو پر اهمیت هم خبرې کړي دي.د اسلامي امارت مشر له مسوولینو غوښتي چې د خلکو خدمت په اخلاص، رحم او د شریعت له اصولو سره سم ترسره کړي.



































