د غزني د پوهنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۷.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴ ښوونځیو ودانۍ بیا رغول شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه ښوونځي د غزني په مرکز او اندړو، ګیرو او خوګیاڼو ولسوالیو کې د پوهنې ریاست له بودیجې څخه رغول شوي دي. سرچینې ویلي، چې په یاده پروژه کې د ودانیو پلسترکول، رنګول، د چت کانکرېټ، ایزوګام او د دروازو، کړکیو او شیشو ترمیم شامل دی.



































