په افغانستان کې د اروپايي ټولني استازولۍ ویلي چې له کلیوالو کورنیو سره ۷ میلیونه یورو مرسته کوي. د اروپايي ټولنې استازي ورونیکا بوسکوویچ پوهار ويلي، د دې مرستې پر مټ حتی د لرو پرتو سیمو کورنۍ کولی شي چې له خپلو شتمنیو څخه د اقلیمي بدلون پر وړاندې ساتنه وکړي. دغه پروګرام په کلیو کې د طبیعي پېښو پروړاندې لکه وچکاليو، سېلابونو او د کوچنیو اقتصادي فرصتونو لپاره رامنځته شوی. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ له دې وړاندې هم په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه ۵ میلیونه یورو اعلان کړې وې.



































