د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په روان لمریز کال کې د ټول هېواد په کچه ۴۴۷ زره مټریک ټنه د وریجو حاصلات راټول شوي، چې د تېرکال په پرتله یې حاصلات ۲ سلنه لوړ شوي. د دې ادارې په وینا، سږکال په ۱۸ ولایتونو کې پر ۱۳۵ زره هکټاره ځمکه د شولو کرکېله شوې وه، چې د تېر کال په پرتله د شولو تر کښت لاندې د کرنیزې ځمکې ساحه هم پراخه شوې ده. دغې ادارې زیاتوي، چې د سږکال ډیری حاصلات له کندوز، تخار، ننګرهار، کونړ او بلخ ولایتونو څخه په لاس راغلي.



































