د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) د ژمي موسم له پیلېدو سره هممهاله، له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان په سختو ورځو کې یوازې پرېنږدي. سرچینې ویلي، چې په افغانستان کې د لوږې وضعیت په چټکۍ مخ په خرابېدو دی. د دغه پروګرام په پیغام کې راغلي چې، دا ناورین د وچکالۍ، اقتصادي سقوط، جبري راستنېدو، زلزلو او نړیوالو مرستو د کموالي له امله رامنځته شوی دی. یاد سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان په تړاو پر خپلو ژمنو عمل وکړي.



































