دافغانستان له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه تېره ورځ ۸۶۳ کورنۍ را ستنې شوې دي. د راپورونو له مخې پرون د نيمروز د وريښمو پله له لارې ۳۸، د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۷، د سپين بولدک له لارې ۱۷۴، د تورخم له لارې ۵۳۹ او د هلمند د بهرامچې له لارې ۷۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې. سرچینې ویلي، چې۱۳۱۱ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۹۳۷ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.



































