د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د روغتیا او کورنۍ هوساینې له وزیر جګت پراکاش ندا سره کتلي دي. د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د روغتیايي اړیکو پر پیاوړتیا، د روغتیایي کارکوونکو ترمنځ د تجربو تبادلې، د افغان روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړونې ته د زمینې برابرولو او د افغانستان روغتیایي مرکزونو ته د طبي تجهیزاتو د مرستې په اړه خبرې شوې دي. د عامې روغتیا وزیر د روغتیا په برخه کې د هند د وروستیو همکاریو قدرداني کړې او د هېواد د روغتیایي سیسټم د لا ښه والي په موخه یې ځینې موضوعات شریک کړي دي.



































