د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر نورجلال جلالي هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د درملو د کارخونو او اتحادیو له مسولینو سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې افغانستان ته په مناسبه بیه د معیاري درملو د وارداتو، د درملو په برخه کې د پانګونې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي. نورجلال جلالي هندي پانګوال په افغانستان کې د درملو په سکتور کې پانګونې ته هڅولي او زیاته کړې یې ده چې د اسلامي امارت لومړیتوب په مناسبه بیه معیاري درملو ته د خلکو لاسرسی دی. ورته مهال هندي پانګوالو هم د افغانستان د درملو په سکتور کې پانګونې او هر راز همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.



































