د هند د حکومت د رسنیو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پنځو روغتیایي مرکزونو د جوړولو، په کابل کې د ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو او د یو شمېر نورو روغتیایي مرکزونو د ظرفیت لوړولو پروژې پیل کړې دي. د خبرپاڼې له مخې، هند همداراز دغه هېواد د روان کال له اپرېل میاشتې راهیسې، افغانانو ته د ویزو د نوي سیستم له جوړېدو وروسته، د ۲۰۰ روغتیایي ویزو په ګډون ۵۰۰ ویزې صادرې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر تازه نوي ډیلي ته په سفر کې د هند له روغتیا وزیر سره کتلي او د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.



































