د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي هند کې د دغه هېواد د چاپېریال ساتنې او اقلیم بدلون له وزیر، کېرتي وردان سېنګ سره کتلي. وردان سېنګ ویلي، چې په دې کتنه کې یې د روغتیايي همکاریو، د درملو د واردولو او د روغتیا په برخه کې د پراختیايي همکاریو پر موضوعاتو خبرې کړې او هند د افغان ولس د روغتیايي خوندیتوب پر ملاتړ ټینګار کړی.



































