په میدان وردګو ولایت کې د یو میلیون ډالرو په لګښت د سړې خونې او د تازه مېوو د پروسس یو شرکت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د مسوولینو په وینا، دغه سړه خونه د دوه زره مټریک ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې ظرفیت لري چې په مرسته به یې د سیمهییز اقتصاد د ودې او د کروندګرو د عاید د لوړولو لپاره مهم رول ولوبوي. د دغه ولایت چارواکي وايي، د سړو خونو او تازه مېوو د پروسس کارخونو د جوړولو برخه کې د لا زیاتې پانګونې د جذب لپاره هڅې روانې دي.



































