د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل کړی دی. دې ادارې ويلي چې په یادو ولایتونو کې کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا، کندهار، زابل، هلمند، ارزګان، هرات، فراه، نیمروز، غور، بادغیس، بلخ، جوزجان، سرپل، کندوز، بدخشان، لغمان او نورستان دي. په یادو ولایتونو کې د ورښت اندازه له ۵ څخه تر ۳۰ مليمتره او د واورې کچه له ۵ تر ۲۰ سانتيمتره پورې اټکل شوې ده.



































