د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي د ایران په پوله کې د څو تنه افغان کډوالو د مړینې پېښه تایید کړې ده. نوموړي ویلي، چې درې تنه افغانان د کُهسان ولسوالۍ پر پوله په ناقانونه ډول ایران ته د کډوالۍ د هڅو پرمهال د یخنۍ له امله مړه شوي دي. د هغه په وینا، په یاده ولسوالۍ کې یو شپون هم د سړې هوا له امله مړ شوی دی. سعیدي زیاته کړې چې د پولې په ها غاړه کې د هغو مسافرو د تلفاتو کره شمېر معلومولو لپاره پلټنې روانې دي چې په غیرقانوني ډول له هرات څخه ایران ته ننوتي دي. مخکې له دې، یو شمیر سیمه ییزو سرچینو راپور ورکړی و چې له ۳۰ څخه ډېر مسافر د پولې له تېریدو او د ایران خاورې ته له ننوتلو وروسته د واورې او سختې سړې هوا له امله مړه شوي دي.



































