په بنګلهدېش کې پراخ لاریونونه پيل شوي، چې په ځینو سیمو کې په تاوتریخوالي اوښتي دي. دغه لاریونه وروسته له هغه پیل شوي چې د محصلینو مشر، شریف عثمان هادي، په پلازمېنې ډاکه کې د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو ووژل شو. د بنګلهدېش حکومت له خلکو غوښتنه کړې چې د لاریونونو پر مهال له تاوتریخوالي لاس واخلي. دا لاریونونه په داسې وخت کې روان دي، چې په دغه هېواد کې ټاکنې نږدې دي.



































