د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، نږدې ۲.۸ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه، هېواد ته راستانه شوي دي. دغه سازمان ویلي، د افغان کډوالو پراخه بېرته ستنېدنه د دې ادارې پر سرچینو لا ډېر فشار راوستی. د راپور له مخې، د اپرېل له لومړۍ نېټې تر ډسمبر تر ۱۳مې پورې ۹۳۱ زره او ۷۰۰ افغانان له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱۳۵ زره او ۲۰۰ تنه په جبري ډول ایستل شوي دي. ډېری بېرته ستانه شوي کسان بېاسناده وو، خود دغې ادارې د راپور پر بنسټ د ثبت کارت لرونکي او پناه غوښتونکي هم پکې شامل دي.



































