د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د لښکرګاه ښار اړوند «رېګستان» سیمه کې د فرعي ګمرکاتو ریاست مسوولانو ۲۸ ټنه او ۹۰۹ زره کېلوګرامه بېکیفیته او قاچاقي درمل سوځولي دي. د مسوولینو په خبره دغه درمل د څه کم ۲ میاشتو په موده کې د ګرځنده ټیمونو له خوا د لښکرګاه ښار په امنیتي حوزو او یو شمېر نورو سیمو کې نیول شوي وو چې تېره ورځ د اړوند پلاوي په حضور کې له منځه یوړل شول. سرچینې ویلي، اړوند مسوولین به خپلې هڅې لا زیاتې کړي، څو له ګاونډي هېواد پاکستان څخه هېواد ته د ناقانونه، بېکیفیته او قاچاقي درملو د واردېدو مخه ونیول شي.



































