د پنجشېر ولايت مقام ويلي چې د دغه ولايت له کانونو استخراج شوي ۳ زره او ۶۵۷ قيراط زمرد د يوې رڼې داوطلبۍ له لارې د څه باندې ۵۸ زره امريکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول. د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین ویلي چې دا اندازه زمرد د ولایت له بېلابېلو کانونو څخه تازه راایستل شوي دي. هغه زیاته کړې چې د زمردو شفاف، قانوني او معياري استخراج د حکومت تر مستقيمې څارنې لاندې ترسره کېږي چې دغه کار د طبيعي سرچينو د ساتنې او د عامه ګټو د تامين لامل شوی دی.




































