د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې د افغاني محصولاتو د نندارتون نن وروستۍ ورځ ده. په دې درې ورځني نندارتون کې، چې د ملګروملتو د پراختیايی پروګرام په مالي ملاتړ د تېرې چهارشنبې په ورځ پرانیستل شو، په څه باندې ۶۰ غرفو کې د افغانستان وچې او تاره مېوې، زعفران، جلغوزي، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او مشروبات نندارې ته وړاندې شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د دې نندارتون موخه د افغانستان د تولید او صادراتي وړتیاوو نندارې ته وړاندې کول دي.




































