په هرات کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه پرانېستل شوه. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، محمد یونس قاضيزاده ویلي چې دا ګام به د اقتصادي ودې، صنعتي همکاریو او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي. نوموړي زیاته کړې چې د دې خونې په فعالیت سره به د سوداګرۍ پراختیا، د پانګونې نوي فرصتونه او د سوداګرو ترمنځ د اړیکو اسانتیا نوره هم زیاته شي.




































