قزاقستان له افغانستان سره سوداګري په کال کې له ۵۰۰ میلیون ډالرو څخه ۳ ملیارد ډالرو ته لوړوي. د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي، چې هېواد یې په پام کې لري په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره سوداګري ۳ ملیارد ډالرو ته لوړه کړي. توکوموف زیاته کړې، چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګري اوس یوې باثباته کچې ته رسیدلې، خو لاهم د قزاقستان صادراتو ته ډیره لیوالتیا لري. نوموړي ویلي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳ ملیارد ډالرو ته لوړول یو لوی هدف دی او د ټرانزیټي لارو له پراختیا پرته به ناممکن وي.




































